ایکناخبری آژانس د ډيلی ټایمز له قوله راپور راکړ، د پاکستان یوه فلم جوړونکي شهزاد حمید احمد پخپل مستند فلم سره ، دهندوستان د زوړپالو ډلو ټپلو له اسلام سره دمخالفت کونکو انګیزې په ښه ډول نندارې ته وړاندې کړي دي.
د هغه دغه مستند فلم چې د هند د زعفراني لباس سټایل(India’s Saffron Brigade ) نومول شوی،د (Association of International Broadcasting Award ) ۲۰۲۲ د نړیوالې برخې د ټولنې جایزه هم ګټلې ده.
دغه مستند چې ډير زیات ستایل شوی دی ، د هندوانو د یو مخصوص براعظم د رامینځةکولو په موخې سره د یوه وسلوالې او افراطي زوړپالې ډلې (Rashtriya Swayamsevak Sangh (RSS )د افراطي هندوانو په وسلو د سنالیدا ارزونه نندارې ته وړاندې کړې ده.
ددغه فلم له جوړولو د حمید احمد موخه دا وه څو وښئ چې د هندوستان سیکولر جوړښت څرنګه له ګواښ سره مخامخ دی. دغه سندونه ښئ چې آر ایس ایس افراطي ډله څرنګه له واکمن بهارتیه جنتا ګوند (بي جې پي) سره نزدې آئيډیالوجیک ارتباط لري او د متحده ایالاتو دنړیوال مذهبی آزادۍ کمیشن مجبوروي څو هندوستان د خارجه وزارت ددیني آزادۍ په تور لیسټ کې شامل کړي.
دجشنوارې قاضیانو یا جیوري پلاوي اعلان کړی دی،په یوې پيچلي موضوع سره انډولیز چلند او دکیسې بیانولو ورباندې اغیزې شیندلي دی. دغه فلم له کتونکو پوښتنه کوي څو ارزونه وکړي چې آيا سیکولر هندوان د څو دیني او زیات فکر لرونکي ټولنې په رامینځةکولو کې د مهاتماګاندي د آرمانونو د احیاء لپاره بریالی کیدلی شي.؟
حمید احمد له دې مخکې د مستند فلم جوړونې په زمینې کې د فعالیتونو لباره ډيرې جایزې ګټلي دي.هغه د نیویارک په جشنوارو کې لس میډالونه، په جرمني کې د رسندوئې درې نړیوالې جایزې،په جاپان کې د شین تصویر جایزه،په جین کې د آب و هوا د بدلون د مدیریت (Handle Climate Change ۲۰۲۰) د فلم په جشنوارې کې د سپين زرو میډال او په ۲۰۱۶کال کې په پاکستان کې د غوره او نامتو خبریال په توګه ئې هم جایزه ګټلې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4113294